علمي او محصلانو معاونیت

د علمي او محصلانو معاونیت د ۱۳۹۶ هـ.ش کال په تشکیل کي د ارزګان پوهنتون د علمي او محصلانو چارو د منظم تنظیم، همغږۍ او مدیریت په موخه رامنځته سوی دئ.

نوموړی معاونیت د پوهنتون د استادانو د علمي چارو، تدریسي فعالیتونو او علمي پروسو، او همدارنګه د محصلانو اړوندو چارو د تنظیم، انسجام، څارني او لا ښه والي مسئولیت لري. دغه معاونیت د علمي او محصلانو چارو د مؤثر مدیریت، د علمي کیفیت د لوړولو او د محصلانو د چارو د منظم تنظیم په برخه کې مهم رول ترسره کوي.

د ارزګان پوهنتون علمي او محصلانو معاونیت څلور امریتونه او دوه عمومي مدیریتونه لري، چي هر یو ئې د اړوندو چارو د تنظیم او ترسره کولو له پاره مشخصي دندې او کاري ساحې لري.

د علمي د محصلانو معاونیت لاندي آمریتونه او عمومي مدیریتونه په خپل تشکیل کي لري.

۱ کیفیت لوړاوي او اعتیار ورکولو آمریت

۲ د استادانو چارو آمریت

۳ د علمي څېړنو آمریت

۴ د استادانو د مسلکي پراختیا آمریت

۵ د محصلانو چارو عمومي مدیریت

۶ د محصلانو د خدمتونو او همږغۍ مدیریت

 

پوهنځي

  • ښوونه او روزنه

  • کرهڼه

  • کمپیوټر ساینس

  • شرعیات

  • اداره او عامه پاليسي