د پوهنځی تاریچه او بشپړه پېژندنه
په اوسني عصر کي د ټکنالوژۍ د چټک پرمختګ، د معلوماتي سیستمونو د پراخي اړتیا او په ټولنه کي د کمپیوټر ساینس له برځي سره د علاقمندانو د زیاتوالي په پام کي نیولو سره، د ارزګان پوهنتون رهبري له پیله هڅه کول، چي د دې تحصیلي بنسټ په چوکاټ کي د کمپیوټر ساینس پوهنځی رامنځته کړي. د همدې موځي له پاره په ۱۳۹۸ ه.ل کال کي د کمپیوټر ساینس پوهنځي د ایجاد پروپوزل ترتیب او د لوړو زده کړو وزارت عالي مقام ته د کتني او منظورۍ په موخه وړاندې سو.
د ترسره سوو هڅو په پایله کي، په ۱۳۹۸ ل.ل کال کي د لوړو زده کړو وزارت د عالي شورا له خوا د ارزګان پوهنتون د کمپیوټر ساینس پوهنځی د دوو فارغ ورکوونکو څانګو؛ معلوماتي سیستمونو او شبکو انجینري سره، د ۸ کادري بستونو او ۴ اداري او خدماتي بستونو په درلودلو سره منظور سو. وروسته په ۱۳۹۹ ل.ل کال کي د کانکور ازموینې له لاري د لومړۍ دورې له پاره ۱۲۰ تنه محصلین جذب سول.
کمپیوټر ساینس پوهنځی له تأسیس څخه تر اوسه د محصلینو د جذب، علمي ظرفیت لوړوني او معیاري زده کړو په برخه کي د پام وړ پرمختګ کړی دئ. د پوهنځي لومړۍ دوره محصلین په ۱۴۰۳ ل.ل کال کي فارغ سول او تر دې دمه د دوو دورو په ترڅ کي ۱۳۲ تنه محصلین د کمپیوټر ساینس له پوهنځي څخه فارغ سوي دي.
اوس مهال د پوهنځي په بېلابېلو ټولګیو کي ۲۱۵ تنه محصلین په زده کړو بوخت دي. د محصلینو د عملي او نظري زده کړو د ښه والي له پاره پوهنځی مجهز کمپیوټر لابراتوار، تخنیکي اسانتیاوي او مناسب درسي چاپېریال لري.
د پوهنځي د علمي کادر په برخه کي اوس مهال ۶ تنه استادان فعالیت کوي، چي له ډلي څخه ئې ۳ تنه د ماسټرۍ تحصیلي درجه لري او ۳ تنه د لیسانس درجې لرونکي دي. د علمي ظرفیت د لا پیاوړتیا او د تدریس د کیفیت د لوړولو په موخه، دوه تنه استادان د ماسټرۍ لوړو زده کړو د دوام له پاره د کابل پوهنتون د کمپیوټر ساینس پوهنځي د ماسټرۍ برنامې ته معرفي سوي دي.
د شبکو انجینري څانګي د علمي کادر د نه شتون له امله په ۱۴۰۲ ل.ل کال کي د نوي محصلینو جذب په موقت ډول درول سوی او اوس مهال محصلین د معلوماتي سیستمونو په څانګه کي جذب او روزل کيږي.
کمپیوټر ساینس پوهنځی هڅه کوي چي د هیواد د نافذه قوانینو او اسلامي ارزښتونو په رڼا کي داسي مسلکي، ژمن او بااستعداده کدرونه وروزي چي د هيواد د ډیجیټلي پرمختګ، معلوماتي ټکنالوژۍ او برېښنایي حکومتولۍ په برخو کي اغېزمن رول ولوبوي.