د کرهڼي پوهنځی تاریخچه او بشپړه پېژندنه
ارزګان پوهنتون د کرهڼي پوهنځی په ( ۱۳۹۲ هـ. ش ) کال کي په فعاليت پیل وکړ، چي اګرانومي څانګه ئې په (۱۳۹۲) ه ش کال کي او ورپسې هارتیکلچر (بڼوالۍ) څانګه ئې په (۱۳۹۳) ه ش کال کي منظور سوه، چي یاد پوهنځی اوس مهال د اګرانومي او باغداري څانګي لري. همدارنګه نوموړیی پوهنځی د تأسیس (۱۳۹۲) ه ل کال څخه بیا تر (۱۴۰۴)هــ ش کال پوري ئې (۶۷۳) تنه محصلین د علم په ګاڼه سمبال ټولني ته وړاندي کړي دي. د کرهڼي پوهنځی ټولي تدریسي او اداري چاري د (۱۷) تنه پرسونل ( استادانو ، اداري کارمندانو او ملازمینو ) پر مټ ترسره کېږي چي د یولسو تنو استادانو له جملي څخه لسو تنو د ماسټرۍ تر کچي لوړي زده کړي کړي دي او د یوه استاد د ماسټرۍ زده کړي جریان لري. په (۱۴۰۵) هـ ش کال کي د کرهڼي پوهنځی په (۷) ټولګیو کي د حاضرو محصلینو شمېر (۸۵) تنو ته رسېږي.