اصلي منځپانګه دانګل
د ارزګان پوهنتون بشپړه پېژندنه
ارزګان پوهنتون چي د هیواد په سطحه یو له مخ پر وده کوونکو تحصیلي نهادونو څخه ګڼل کېږي په ۱۳۹۱ هـ.ش کال کي د افغانستان د مرکزي دولت له خوا تأسیس سو، چي په لومړي سر کي د ښووني او روزني پوهنځي په فعالیت پیل پکښي وکړ او په څلورو څانګو ( کیمیا، بیولوژي، ریاضي او پښتو ژبه او ادبیات ) کي ئې محصلان جذب کړل، چي اوس مهال د ښووني او روزني پوهنځی شپږ څانګي فعاله لري او خپلي تدریسي چاري مخ ته وړي. وروسته په ۱۳۹۲ هـ.ش کال کي د کرهڼي پوهنځی هم په یا د پوهنتون کي په فعاليت پیل وکړ، چي اګرانومي او هارټيکلچر دوې څانګي لري، همدارنګه په ۱۳۹۸هـ.ش کال کي د لوړ زده کړو وزارت د عالي شورا له لوري د ۱۳۹۹ هـ.ش کال له پاره د کمپیوټر ساینس پوهنځی د دوو څانګو ( د شبکو انجنيري او معلوماتي سيستمونه ) سره ورته منظور سو. په ۱۴۰۱ هـ.ش کال کي ارزګان پوهنتون وتوانېد، چي د شرعیاتو پوهنځی د دوو څانګو ( اسلامي تعلیمات، فقه او قانون ) په لرلو سره ایجاد کړي. وروسته د ادارې او عامه پالیسۍ پوهنځی د لوړو زده کړو محترم وزارت د ۱۴۴۶هـ.ق کال په ( ۹ ) ګڼه عالي شورا کي د دوو څانګو ( عامه اداره او عامه پالیسي) په لرلو سره د ارزګان پوهنتون په چوکاټ کي په رسمي ډول ور اضافه سو. ارزګان پوهنتون د ټولني په وړاندي د مسئولیتونو د تر سره کولو په لړۍکي د علمي، اداري او تربیتي تشکیلاتو در لودونکی دئ، چي د هیواد د نافذه قوانینو او مقرراتو په رڼا کي د پوهنتون د رئیس له خوا رهبري کېږي او تر لاس لاندي ئې د بېلا بېلو برخو له پاره مرستیالان او د هر پوهنځي او استادانو آمریت له پاره مسئولین لري چي د لوړو زده کړو وزارت د اصولو پر بنیاد په ذکر سوو بستونو کي یوازي کادري پرسونل د استخدام مستحق بلل کېږي.
لیرلید
ارزګان پوهنتون غواړي چي، د اسلامي ارزښتونواو نړیوالو معیارونو په نظر کي نیولو سره د معیاري تدریس، څېړنو او تحصیلي خدمتونو وړاندي کولو پر مټ د علمي او تخصصي کادرونو په روزلو سره، په ملي کچه یو معتبر تحصیلي بنسټ و اوسي.
ماموریت
ارزګان پوهنتون د معیاري تدریس، علمي څېړنو او عصري ټکنالوژۍ له لاري، د اسلامي ارزښتونو په پام کي نیولو سره د ټولني ودي او پرمختګ په پار د تحصیلي خدمتونو په وړاندي کولو سره د علمي کادرنو او متخصصینو د روزني په برخه کي خپل مسئولیت ادا کوي.
موخي
-
په اسلامي او ملي روحیه سمبال او لوړ کیفیت لرونکي کادرونو روزل.
-
د اداري او کادري پرسونل د ظرفیت لوړول.
-
د افغانستان اسلامي امارت د قوانینو او د لوړو زده کړو د لوایحو او مقرراتو رعایت.
-
په ټولو برخو کي د هر ډول تبعیض څخه مخنیوی.
-
د الکترونیکي زده کړو په لاره اچول، څو د تدریس کیفیت لوړ سي.
-
د باکیفیته او منل سوي تدریسي تګلارو خپلول.
-
په ټولو چارو کي د شفافیت او روڼتیا اصل تضمینول.
ارزښتونه
-
د ولس د مادي او معنوي پرمختګ له پاره ټینګ هوډ.
-
د بشر او انساني ژوند لوړ مقام ته درناوی.
-
خپل دود او فرهنګ ته وده ورکول.
-
مسلکي او معیاري زده کړي.
-
د هر ډول سمتي، قومي او ژبني تبعیض څخه ډډه کول.
-
په کارونو کي روڼوالی او د فساد مخه نیول.