د مالي او اداري چارو معاونیت

د ارزګان پوهنتون مالي او اداري معاونیت د ۱۳۹۶ هـ.ش کال په تشکیل کي د پوهنتون د مالي، اداري، تدارکاتي، زیربنايي او نورو اړوندو چارو د تنظیم، انسجام، مدیریت او اجرا په موخه منظور او رامنځته سوی دئ.

یاد معاونیت د پوهنتون د اداري او مالي چارو د مؤثر مدیریت ترڅنګ، د تدارکاتي پروسو د تنظیم، د زیربناوو د پراختیا او ساتني، د بشري او مادي منابعو د مدیریت، د اداري خدماتو د وړاندي کولو او د پوهنتون د نورو اړوندو چارو د همغږۍ او انسجام مسئولیت پر غاړه لري.

د مالي او اداري معاونیت چاري د رامنځته کېدو له مهاله تر اوسه د بېلابېلو مسئولینو له لوري رهبري او مدیریت سوي دي. د ارزګان پوهنتون د نوي تأسیس، محدودو زیربنايي امکاناتو، د بودیجې او تشکیل د محدودیتونو، او د پوهنتون د پراخېدونکو اړتیاوو له امله، یاد معاونیت له ګڼو اساسي او درنو مسئولیتونو او ننګونو سره مخامخ پاته سوی دئ.

سره له یادو محدودیتونو، مالي او اداري معاونیت د خپلو اساسي مسئولیتونو د ترسره کولو په برخه کي د پام وړ فعالیتونه ترسره کړي او د پوهنتون د اداري چارو د تنظیم، مالي منابعو د مؤثر مدیریت، تدارکاتي بهیرونو د انسجام، زیربنايي چارو د سمون او د موجوده امکاناتو د اغېزمني استفادې په برخه کي ئې د پام وړ لاسته ‌راوړني لرلي دي.

مالي او اداري معاونیت د خپلې دندې او مسئولیتونو په چوکاټ کي هڅه کوي، چي د سته امکاناتو او منابعو څخه د اغېزمني استفادې، د اداري پروسو د لا ښه تنظیم، د مالي او تدارکاتي چارو د شفافیت او موثریت، د زیربنايي ظرفیتونو د پیاوړتیا او د پوهنتون د اساسي اړتیاوو د تأمین له لاري، د ارزګان پوهنتون د اداري او بنسټیز پرمختګ په برخه کي خپل مسئولیتونه په اغېزمنه توګه ترسره کړي.