لیرلید، رسالت، موخي او ارزښتونه

:(Vision) لرلید

ارزګان پوهنتون غواړي چي، د اسلامي ارزښتونواو نړیوالو معیارونو په نظر کي نیولو سره د معیاري تدریس، څېړنو او تحصیلي خدمتونو وړاندي کولو پر مټ د علمي او تخصصي کادرونو په روزلو سره، په ملي کچه یو معتبر تحصیلي بنسټ و اوسي.

:(Mission) رسالت

ارزګان پوهنتون د معیاري تدریس، علمي څېړنو او عصري ټکنالوژۍ له لاري، د اسلامي ارزښتونو په پام کي نیولو سره د ټولني ودي او پرمختګ په پار د تحصیلي خدمتونو په وړاندي کولو سره د علمي کادرنو او متخصصینو د روزني په برخه کي خپل مسؤلیت ادا کوي.

 :(Goal) موخي

  • په اسلامي او ملي روحیه سمبال او لوړ کیفیت لرونکي کادرونو روزل.

  • د اداري او کادري پرسونل د ظرفیت لوړول.

  • د افغانستان اسلامي امارت د قوانینو او د لوړو زده کړو د لوایحو او مقرراتو رعایت.

  • په ټولو برخو کي د هر ډول تبعیض څخه مخنیوی.

  • د الکترونیکي زده کړو په لاره اچول، څو د تدریس کیفیت لوړ سي.

  • د باکیفیته او منل سوي تدریسي تګلارو خپلول.

  • په ټولو چارو کي د شفافیت او روڼتیا اصل تضمینول.

 

 

 :(Merits) ارزښتونه

  • د ولس د مادي او معنوي پرمختګ له پاره ټینګ هوډ.

  • د بشر او انساني ژوند لوړ مقام ته درناوی.

  • خپل دود او فرهنګ ته وده ورکول.

  • مسلکي او معیاري زده کړي.

  • د هر ډول سمتي، قومي او ژبني تبعیض څخه ډډه کول.

  • په کارونو کي روڼوالی او د فساد مخه نیول.