د ارزګان پوهنتون بشپړه پېژندنه

د ارزګان پوهنتون بشپړه پېژندنه

ارزګان پوهنتون چي د هیواد په سطحه یو له مخ پر وده کوونکو تحصیلي نهادونو څخه ګڼل کېږي په ۱۳۹۱ هـ.ش کال کي د افغانستان د مرکزي دولت له خوا  تأسیس سو، چي په لومړي سر کي د ښووني او روزني پوهنځي په فعالیت پیل پکښي وکړ او په څلورو څانګو ( کیمیا، بیولوژي، ریاضي او پښتو ژبه او ادبیات ) کي ئې محصلان جذب کړل، چي اوس مهال د ښووني او روزني پوهنځی شپږ څانګي فعاله لري او خپلي تدریسي چاري مخ ته وړي. وروسته په ۱۳۹۲ هـ.ش کال کي د کرهڼي پوهنځی هم په یا د پوهنتون کي په فعاليت پیل وکړ، چي اګرانومي او هارټيکلچر دوې څانګي لري، همدارنګه په ۱۳۹۸هـ.ش کال کي د لوړ زده کړو وزارت د عالي شورا له لوري د ۱۳۹۹ هـ.ش کال له پاره د کمپیوټر ساینس پوهنځی د دوو څانګو ( د شبکو انجنيري او معلوماتي سيستمونه ) سره ورته منظور سو. په ۱۴۰۱ هـ.ش کال کي ارزګان پوهنتون وتوانېد، چي د شرعیاتو پوهنځی د دوو څانګو ( اسلامي تعلیمات، فقه او قانون ) په لرلو سره ایجاد کړي. وروسته د  ادارې او عامه پالیسۍ پوهنځی د لوړو زده کړو محترم وزارت د ۱۴۴۶هـ.ق کال په   ( ۹ ) ګڼه عالي شورا کي د دوو څانګو ( عامه اداره او عامه پالیسي) په لرلو سره د ارزګان پوهنتون په چوکاټ کي په رسمي ډول ور اضافه سو. ارزګان پوهنتون د ټولني په وړاندي د مسئولیتونو د تر سره کولو په لړۍکي د علمي، اداري او تربیتي تشکیلاتو در لودونکی دئ، چي د هیواد د نافذه قوانینو او  مقرراتو په رڼا کي د پوهنتون  د رئیس له خوا رهبري کېږي او تر لاس لاندي ئې د بېلا بېلو برخو له پاره مرستیالان او د هر پوهنځي او استادانو آمریت له پاره مسئولین لري چي د لوړو زده کړو وزارت د اصولو پر بنیاد په ذکر سوو بستونو کي یوازي کادري پرسونل د استخدام مستحق بلل کېږي.