د پوهنځی تاریچه او بشپړه پېژندنه
په اوسني عصر کي د ټکنالوژۍ د چټک پرمختګ، د معلوماتي سیستمونو د پراخي اړتیا او په ټولنه ک د کمپیوټر ساینس له برخي سره د علاقمندانو د زیاتوالي په پام کې نیولو سره، د ارزګان پوهنتون رهبري له پیله هڅه کوله چي د دې تحصیلي بنسټ په چوکاټ کي د کمپیوټر ساینس پوهنځی رامنځته کړي. د همدې موخي لپاره په ۱۳۹۸ ل.ل کال کي د کمپیوټر ساینس پوهنځي د ایجاد پروپوزل ترتیب او د لوړو زده کړو وزارت عالي مقام ته د کتني او منظورۍ په موخه وړاندې سو. د ترسره سویو هڅو په پایله کي، په ۱۳۹۸ ل.ل کال کي د لوړو زده کړو وزارت د عالي شورا له خوا د ارزګان پوهنتون د کمپیوټر ساینس پوهنځی د دوو فارغ ورکوونکو څانګو؛ معلوماتي سیستمونو او نټورک انجینري سره، د ۸ کادري بستونو او ۴ اداري او خدماتي بستونو په درلودلو سره منظور سو. وروسته په ۱۳۹۹ ل.ل کال کې د کانکور ازمویني له لاري د لومړۍ دورې لپاره ۱۲۰ تنه محصلین جذب سول. کمپیوټر ساینس پوهنځی له تاسیس څخه تر اوسه د محصلینو د جذب، علمي ظرفیت لوړونې او معیاري زدهکړو په برخه کې د پام وړ پرمختګ کړي دي. د پوهنځي لومړۍ دوره محصلین په ۱۴۰۳ ل.ل کال کې فارغ سول او تر دې دمه د دوو دورو په ترڅ کې ۱۳۲ تنه محصلین د کمپیوټر ساینس له پوهنځي څخه فارغ سوي دي. اوس مهال د پوهنځي په بېلابېلو ټولګیو کې ۲۱۵ تنه محصلین په زدهکړو بوخت دي. د محصلینو د عملي او نظري زدهکړو د ښه والي لپاره پوهنځی مجهز کمپیوټر لابراتوار، تخنیکي اسانتیاوي او مناسب درسي چاپېریال لري.
لرلید
کمپیوتر ساینس پوهنځی به د هیواد په کچه د معلوماتی تکنالوژی او معلوماتی سیستمونو په برخه کی د یوی مخکي څېړنیزی او روزنیز سرچينې مرکز وي.
رسالت
د علمی وړتیاوو لوړولو څېړنیزو فعالیتونو پراخولو او نوښتګري ښوونی له لاری مسلکی کادرونه روزی تر څو د معلوماتی ټکنالوژی او معلوماتي سیستمونو په برخه کي د خپلو علمي وړتیاوو څخه په استفاده د نوښتګر او تجربیوي محیط د رامنځته کولو په واسطه د تګنالوژي په برخه کی پیاوړې بشری قوه وروزی.
مؤخي
- زیر بنایي تآسیسات او دایمی ودانۍ جوړول.
- د ظرفیت لوړول.
- د کیفت لوړوالی معیارونه پلي کول.
- د تدریسی پروسې معیاری کول.
- د څېړني او نوښت روحیه پیاوړی کول.
- د مالي سرچينو موندل.
- د تکنالوژي مروج کول او بسیا کیدل.
ارزښت
- اسلامي او ټولنیزو ارزښتونو ته درناوی.
- سالم اداري ارزښتونو ته ژمنتیا.
- د سالم اکاډمیک چاپېریال په رامنځته کولو کي همکاري کول.
- په تولو پریکړو کی شفافیت رامنځته کول.
- د هیواد د اسیدونکو په ژوند کي ښه والی رامنځته کول.
- انساني کرامت ته بشپړ درناوی.
د کمپیوټر ساینس پوهنځي څانګي
کمپیوټر ساینس پوهنځی چي په کال ۱۳۹۹ هـ ش کي منظور سو لومړنی دوې څانګي ورسره رامنځته سوې چي د معلوماتي سیستمونو او انجنیری شبکې څانګو څخه عبارت دي، دا چي د کمپیوټر ساینس پوهنځی یوه نوی پوهنځی وو او د کادري تشکیل د ګمارني په برخه کي یوه اندازه وخت ته اړتیا وه نو په همدې خاطر د پوهنتون د رهبری په وړاندي او د لوړو زده کړو وزارت مقام په منظورۍ یوازي د معلوماتي سیستمونو په څانګه کي د محصلینو جذب تر سره او انجنیری شبکې څانګه ئې په تعلیق کي پاته سوه، چي د دواړ څانګو اړووند معلومات ئې په لاندی ډول د مشاهدې وړ دي.
- لومړی معلوماتي سیستمونو څانګه
د ارزګان پوهنتون د کمپیوټر ساینس پوهنځي د معلوماتي سیسټمونو څانګه د معلوماتي ټکنالوژۍ او کمپیوټري علومو له مهمو علمي څانګو څخه شمېرل کېږي، چي په ۱۳۹۹ هـ.ل. کال کې د هېواد د لوړو زده کړو د کیفیت د لوړولو، د معلوماتي ټکنالوژۍ د ودې او د مسلکي بشري سرچينو د روزني په موخه تأسیس سوه. دغه څانګه د کمپیوټر ساینس، معلوماتي ټکنالوژۍ او اداري مدیریت ترمنځ یو منظم او څو اړخیز علمي ارتباط رامنځته کوي او محصلینو ته داسي نظري او عملي زده کړي برابروي چي هغوی د معلوماتي سیسټمونو د تحلیل، طرحي، ډیزاین، پراختیا، تطبیق، مدیریت، ارزوني، او ساتني په برخو کي مسلکي پوهه او عملي مهارتونه ترلاسه کړي. د معلوماتي سیسټمونو څانګه د معیاري او معاصر نصاب پر بنسټ تخصصي مضامین تدریسوي، چي په هغو کي د پروګرامنګ ژبي، ډیټابېس سیسټمونه، ویب ډیزاین او پراختیا، کمپیوټري شبکې، د سیستمونو تحلیل او ډیزاین، سایبري امنیت، معلوماتي مدیریت، سافټویر انجینري، او د معلوماتي سیسټمونو اړوند نور تخصصي موضوعات شامل دي. د دغو مضامینو موخه دا ده چي محصلین د عصري معلوماتي ټکنالوژۍ له پرمختګونو سره اشنا کړي او هغوی د تخنیکي ستونزو د تحلیل، حلې او د معلوماتي اړتیاوو د اغېزمن مدیریت لپاره اړین علمي او مسلکي ظرفیتونه ترلاسه کړي. دغه څانګه د تدریس ترڅنګ د عملي زده کړو، لابراتواري فعالیتونو، علمي سیمینارونو، څېړنیزو پروګرامونوې او نوښتګرو علمي فعالیتونو لپاره مناسب علمي چاپېریال برابروي، ترڅو محصلین خپلې نظري زده کړي په عملي تجربو بدلي کړي او خپلي تخنیکي، تحلیلي، او مسلکي وړتیاوي لا پیاوړي کړي. همدارنګه، څانګه د علمي څېړنو، ستونزهمحوره زده کړو او عملي پروژو له لاري د محصلینو د نوښت، خلاقیت، او انتقادي تفکر د ودې لپاره ځانګړې پاملرنه کوي.د معلوماتي سیسټمونو څانګه د کیفیت لرونکي تدریس، اغېزمنو علمي خدمتونو، دوامدارو څېړنیزو فعالیتونو، او مسلکي ظرفیت لوړوني ته ژمنه ده. د څانګي اساسي موخه د داسي متخصصو، مسلکي، او نوښتګرو کادرونو روزنه ده چي د دولتي او خصوصي ادارو د معلوماتي اړتیاوو د پوره کولو ترڅنګ د معلوماتي سیسټمونو د تحلیل، ډیزاین، پراختیا، مدیریت، ساتني، او امنیت په برخو کي اغېزناک او مسؤل رول ترسره کړي. په ټولیز ډول، د معلوماتي سیسټمونو څانګه د علم، څېړني، نوښت، او معاصري ټکنالوژۍ د پرمختګ پر بنسټ هڅه کوي چې داسي مسلکي، متعهد، او رقابتوړ بشري سرچيني وروزي چي افغانستان د ډیجیټلي بدلون، اقتصادي ودي او اداري پراختیا په بهیر کي ارزښتناک او دوامدار رول ولوبوي.
لرلید
د معلوماتي سیستمونو څانکه به د زون په سطحه داسي کادرونه وروزي چي ترڅو ټولني ته اړین معلوماتي سیستمونو جوړ کړي، د تکنالوژي د استعمال ساحه پراخه او په دې برخه کي نوښتونه رامنځته کړي.
رسالت
د معلوماتي سیسټمونو په برخه کي د نظري او عملي پوهي سره د فارغانو تولید کول ترڅو د تکنالوژیکي حلونو او زیر بناوو رامنځته کولو ساتلو او خوندي کولو لپاره د افغانستان د ځان بسیا اقتصاد او د حکومتدارۍ په جوړولو کي مرسته وکړي.
مؤخي
- د کیفیت د لوړ اوی معیارونه پلي کول.
- د تدریس پروسه معیاری کول او د ظرفیت لوړول.
- د هیواد د نورو پوهنتونونو د معلوماتي سیستمونو د څانګو سره اړیکي جوړول.
- د دولتي او خصوصي ارګانونو سره تفاهم لیکونه ترسره کول.
- د داسي علمي کادرونو روزل چي د معلوماتی سیستمون په رامنځته کولو کي وړتیا ولري.
ارزښت
- اسلامي او ټولنیزو ارزښتونو ته درناوی.
- سالم اداري ارزښتونو ته ژمنتیا.
- د سالم اکاډمیک چاپېریال په رامنځته کولو کي همکاري کول.
- په تولو پریکړو کی شفافیت رامنځته کول.
- د هیواد د اسیدونکو په ژوند کي ښه والی رامنځته کول.
- انساني کرامت ته بشپړ درناوی.
- دوهم د انجنیري شبکې څانګه
دا څانګه چي د کمپیوټر ساینس پوهنځي د ایجاد سره سم په کال ۱۳۹۹ هـ ش کي رامنځ ته سوه چي په لومړیو دوو دورو کي ئې محصلین جذب کړل ولي د استادانو د ارتقاء ظرفیت په خاطر د رهبرۍ د لوزوم دید په خاطر ئې د تعلیق وړاندي تر سره او د لوړو زده کړو وزارت مقام د حکم په اساس په تعلیق کي واچول سول، چي تر دی دمه ئې استادان د ماسټری په پروګرامونو بوخت دي او یا د معلوماتي سیستمونو د څانګي په تدریس کي بوخت دی باید وویل سي چي د لومړیو دوو دورو محصلین ئې د لوړو زه کړو وزارت په امر د معلوماتی سیستمونو څانګی ته تبدیل سول، د ذکر سوی څانګي تحصلي نصاب اړوند مضامینو معلومات په لاندی برخو کي د مشاهدی وړ دي.
لرلید: د شبکې انجینري څانګه به د اسلامي ارزښتونو، معیاري نصاب او عصري ټکنالوژیو له لاري د هيواد اړتیاوو ته په کتو، د انټرنيټي شبکو او اړوندو ټکنالوژیو په برخه کي مسلکي او وړ کادرونه وروزي.
رسالت: د شبکې انجینري څانګه هڅه کوي، چي د اسلامي ارزښتونو، معیاري نصاب، اغېزمنو تدریسي ميتودونو او عملي زدهکړو له لاري د کمپیوټري شبکو، سایبري امنیت، سرور انجینري ،سیلولري او ګرځنده شبکو او عصري شبکوي ټکنالوژیو په برخو کي مسلکي، ژمن او نوښتګر کادرونه وروزي.
ارزښتونه:
- د اسلامي نظام د نافذه قوانینو او مقرراتو منل او عملي کول.
- د اسلامي، افغاني او علمي ارزښتونو درناوی او ساتنه.
- په شبکوي او ټکنالوژیکو چارو کي مسلکیتوب، دقت او رښتینولي.
- د عصري ټکنالوژیو په برخه کي نوښت، خلاقیت او دوامداره زدهکړه.
- د معلوماتو محرمیت، سایبري امنیت او مسلکي مسئولیت ته ژمنتیا.
موخي:
- د هيواد په علمي او ټکنالوژیک پرمختګ کي اغېزمنه ونډه اخیستل.
- د شبکو انجینري په برخه کي د مسلکي او ژمنو کادرونو روزل.
- د کمپیوټري شبکو او سایبري امنیت په برخو کي د محصلانو علمي او عملي وړتیا لوړول.
- د سیلولري او ګرځنده شبکو په برخه کي د محصلانو علمي او عملي وړتیا لوړول.
- د کلاوډ کمپیوټینګ، مجازيسازۍ او د شبکو اتومات مدیریت په څېر عصري ټکنالوژیو د مهارتونو پیاوړتیا.
- د شبکوي ستونزو د پېژندني، تحلیل او مناسبو حللارو په وړاندي کولو کي د محصلانو د څېړنیزو او عملي مهارتونو پیاوړتیا.
- د سرور انجینري، سرورونو مدیریت، شبکوي خدمتونو او د سرورونو د امنیت په برخوکي د محصلانو د علمي او عملي وړتیاوو پیاوړتیا.
- د شبکو د ډیزاین، پلي کولو، مدیریت، څارني او فعالیت ارزوني په برخو کي د محصلانو د مسلکي او عملي مهارتونو پیاوړتیا.
د پوهنځی شوراګاني او کمېټې
- د پوهنځی علمی شورا
- د پلان کمېټه
- د کیفیت لوړاوي کمېټه
- د تحصیلي نصاب د تطبیق کمېټه
- د ازموینو څخه د څار کمېټه
- د څېړني کمېټه
اداري تشکیلات
|
ګڼه |
بشپړ نوم |
د پلار نوم |
دنده |
بست |
قدم |
کتنې |
|
1 |
سردار ولي ساحل |
عبد الواحد |
تدریسی مدیر |
4 |
1 |
|
|
2 |
حمید الله حمیدي |
عین الدین |
اجرأیئه مدیر |
5 |
1 |
|
|
3 |
سید نبي سالار |
عبدالمنان |
تکنشن |
5 |
1 |
|
|
4 |
ذبیح الله |
محمد حسن |
صفا کار |
7 |
1 |
|
|
|
محمد نعیم |
مولا داد |
محافظ |
7 |
2 |
|
د استادانو پېژندنه
|
شماره |
نوم |
تخلص |
د پلار نوم |
تحصلي درجه |
علمي رتبه |
دنده |
تلیفون شماره |
|
۱ |
عزت الله |
امید |
آمین الله |
ماسټر |
پوهنیار |
د پوهنځی ریس |
0701501513 |
|
۲ |
حضرت شاه |
ابدالی |
خدایرحم |
ماسټر |
پوهنیار |
د معلوماتی سیستمونو څانکی آمر |
0700945440 |
|
۳ |
محمدانور |
عثمانی |
غلام فاروق |
ماسټر |
پوهنیار |
استاد |
0706336235 |
|
۴ |
عزیزالله |
مهجور |
محمدزمان |
لیسانس |
ن - پوهیار |
استاد |
0700630660 |
|
۵ |
سمیع الله |
افغان |
مولا داد |
لیسانس |
ن - پوهنیار |
استاد |
0705984787 |
|
۶ |
سردارولی |
صاحب زاده |
محمدهاشم |
لیسانس |
ن- پوهنیار |
د انجینری شبکی څانګی آمر |
0706529470 |
|
۷ |
|
|
|
|
|
|
|
د ) کمپیوتر ساینس) پوهنځی د علمي کادر غړو احصائیه
|
د بست او جنس په تفکیک د موجوده استادانو احصائیه |
څانګه |
پوهنځی |
ګڼه |
||||||||||
|
مجموعه |
څلورم |
دریم |
دوهم |
اول |
|||||||||
|
مجموعه |
ښځینه |
نارینه |
ښځینه |
نارینه |
ښځینه |
نارینه |
ښځینه |
نارینه |
ښځینه |
نارینه |
|||
|
۴ |
۰ |
۴ |
۰ |
۳ |
۰ |
۱ |
۰ |
۱ |
۰ |
۰ |
معلوماتی سیستمونه |
کمپیوتر ساینس |
۱ |
|
۲ |
۰ |
۲ |
۰ |
۲ |
۰ |
۰ |
۰ |
۰ |
۰ |
۰ |
انجینری شبکه |
||
|
|
|
|
|
|
|
|
|
|
|
|
|
||
|
۶ |
۰ |
۶ |
۰ |
۵ |
۰ |
۱ |
۰ |
۱ |
۰ |
۰ |
|
مجموعه |
|
فارغ محصلانو احصائیه
|
فارغ مجموعه |
فارغ نارینه |
فارغ ښځینه |
دفراغت کال |
مجموعه ثبت نام |
نارینه ثبت نام |
ښځینه ثبت نام |
مجموعه |
نارینه معرفی سوی |
ښځینه معرفی سوی |
کال |
دوره |
|
75 |
75 |
0 |
1403 |
۱۳۰ |
۱۳۰ |
۰ |
۱۶۰ |
۱۶۰ |
۰ |
1399 |
1 |
|
57 |
57 |
0 |
1404 |
۹۳ |
۹۳ |
۰ |
۱۶۰ |
۱۶۰ |
۰ |
1400 |
2 |
|
۵۴ |
۵۴ |
۰ |
۱۴۰۵ |
۶۳ |
۶۳ |
۰ |
۱۲۳ |
۱۲۳ |
۰ |
۱۴۰۱ |
3 |
|
|
|
|
|
|
|
|
|
|
|
|
4 |
|
|
|
|
|
|
|
|
|
|
|
|
5 |
|
|
|
|
|
|
|
|
|
|
|
|
6 |
|
|
|
|
|
|
|
|
|
|
|
|
7 |
|
|
|
|
|
|
|
|
|
|
|
مجموعه |
|
|
132 |
|
|
مجموعه فارغین |
||||||||
برحاله محصلین
|
برحاله محصلین |
|
|||||||||||
|
سمسټر |
اوسنی ټولګی |
مجموعه |
حاضر نارینه |
حاضر ښځینه |
مجموعه ثبت نام |
نارینه ثبت نام |
ښځینه ثبت نام |
مجموعه |
نارینه معرفی سوی |
ښځینه معرفی سوی |
کال |
دوره |
|
۸ |
څلورم |
54 |
54 |
0 |
93 |
93 |
0 |
123 |
123 |
|
1401 |
۳ |
|
۶ |
دریم |
34 |
34 |
0 |
85 |
85 |
0 |
120 |
120 |
0 |
1402 |
۴ |
|
۴ |
دویم |
52 |
52 |
0 |
96 |
96 |
0 |
167 |
167 |
0 |
1403 |
۵ |
|
۲ |
اول |
75 |
75 |
0 |
91 |
91 |
0 |
130 |
130 |
0 |
1404 |
۶ |
|
|
|
215 |
|
|
|
|
|
|
|
مجموعه |
||
هغه فعالیتونه چي پوهنځی ورته ژمنیتا لري
- ۱د استادانو او محصلانو عملی څېړنو ته وده او پراختیا ورکول
۲- د اداري او رهبرۍ سیستمونو پراختیا او د فساد په وړاندي مبارزه
۳- د تحصیلي نصاب ترتیب او بیا کتنه
۴- علمي اعتبار ترلاسه کول او د کیفیت ښه والی
۵- الکترونیکي ښووني ته وده او پراختیا ورکول
۶- تأسیساتي پراختیا
۷- د کادري او اداري کارکونکو ظرفیت لوړونه
۸- د تخنیکي سندونو ترتیب او بیا کتنه
۹- د علمي او غیر علمي بنسټونو سره اړیکو ته وده او پراختیا ورکول
۱۰- لوړو زده کړو ته په عادلانه توګه لاسرسي درلودل
زیربنا او دایمي ودانۍ
د کمپیوټر ساینس پوهنځی تر اوسه خپل اساسي تعمیر نه لري. د پوهنځي د اساسي تعمیر د جوړولو په موخه منظمي او دوامداره هڅي رواني دي
ظرفیت لوړول
د کمپیوتر ساینس پوهنځی د خپلو استادانو، کارکوونکو او محصلانو د علمي او مسلکي ودي له پاره ځانګړې پاملرنه کوي. د همدې موخي له پاره استادانو ته د ماسټرۍ او دوکتورا د زده کړو د دوام زمینه برابروي، اداري او خدماتي کارکونکو ته د ظرفیت لوړوني اړوند سمینارونه او ورکشاپونه تنظیموي او همدارنګه محصلانو ته د علمي، تخنیکي او مسلکي مهارتونو د پیاوړتیا په موخه بېلابېل روزنیز او ظرفیت لوړوني سمینارونه وړاندي کوي، ترڅو د هغوی علمي وړتیاوي او عملي مهارتونه لا پیاوړي سي.
کیفیت لوړاوي معیارونه پلي کول
د کمپیوټر ساینس پوهنځی د لوړو زده کړو وزارت د کیفیت لوړوني او اعتبار ورکوني معیارونو ته ژمن دئ او د تدریس، څېړني او اداري چارو د کیفیت د لا ښه والي له پاره پرله پسې هڅي کوي. په همدې موخه د پوهنځي په کچه د کیفیت لوړوني کمېټه فعاله سوې، د لومړي پړاو ارزوني د لاسته راوړنو د ساتني او دوام له پاره اړین اقدامات ترسره کېږي، د کیفیت لوړوني د اصلي او فرعي معیارونو د بشپړ تطبیق له پاره منظم فعالیتونه پر مخ وړل کيږي او همدارنګه د دوهم پړاو ارزوني او اعتبار ترلاسه کولو له پاره ټول اړین علمي، اداري او تخنیکي چمتووالی نیول کېږي.
د تدریسي پروسې معیاري کول
د کمپیوټر ساینس پوهنځی د معلوماتي ټکنالوژۍ د چټکو پرمختګونو او د کار بازار د اړتیاوو په پام کي نیولو سره د خپل تحصیلي نصاب او کریکولم پر دوامداره بیاکتنه او پراختیا تمرکز لري. د همدې موخي له پاره درسي مواد په منظم ډول نوي کېږي او د ملي او نړیوالو علمي معیارونو سره سمون ورکول کېږي. همدارنګه، استادان د تدریس له عصري میتودونو، نوښتګرو تګلارو او عملي زده کړي څخه ګټه اخلي، ترڅو محصلانو ته د لوړ کیفیت، اغېزمني او معیاري زده کړي زمینه برابره سي.
څېړنه او نوښت
د کمپیوټر ساینس پوهنځی د علمي څېړنو د ودي او نوښت د پیاوړتیا له پاره د استادانو او محصلینو څېړنیز فعالیتونه هڅوي او د علمي مقالو، څېړنیزو پروژو او نوښتګرو نظریاتو د پراختیا ملاتړ کوي. همدارنګه، د عملي زده کړو د کیفیت د لوړولو په موخه د عصري کمپیوټر، سافټویر او هارډویر لابراتوارونو د رامنځته کولو او تجهیز له پاره هڅي رواني دي، ترڅو محصلان وکولای سي خپلي نظري زده کړي په عملي بڼه تجربه کړي او اړین مسلکي مهارتونه ترلاسه کړي.
د مالي سرچینو پیداکول
د کمپیوټر ساینس پوهنځی د مالي سرچینو د برابرولو په موخه له اړوندو ادارو سره لازمي همغږۍ او هڅي ترسره کوي. سربېره پر دې، پوهنځی په پام کي لري چي په راتلونکي کي د ځینو سافټویرونو او کمپیوټري سیسټمونو د تولید او پراختیا له لاري عایداتي سرچینې رامنځته کړي، څو وکولای سي د خپلو اړتیاوو د تمویل په برخه کي تر یوه اندازې پر خپلو داخلي عوایدو تکیه وکړي.
په تکنالوژي بسیا کېدل
د کمپیوټر ساینس پوهنځي د برېښنایي زده کړو د پیاوړتیا په موخه د HEMIS سیستم په بریالیتوب سره تطبیق کړی او د انټرنېټ زیربنا ئې د پام وړ پیاوړې کړې ده. سربېره پر دې، د استادانو او محصلینو د برېښنایي زده کړو او ډیجیټلي مهارتونو د لوړولو له پاره بېلابېل روزنیز پروګرامونه، سمینارونه او ورکشاپونه ترسره سوي، چي له امله ئې د برېښنایي تدریس او زده کړي کچه د پام وړ ښه سوې ده.
په پوهنځی کي موجوده امکانات
د کمپیوټر ساینس پوهنځی د معیاري او اغېزمني زدهکړي له پاره په اړینو علمي او تخنیکي اسانتیاوو سمبال دئ. پوهنځی په عصري ټکنالوژیکي وسایلو سمبال درسي ټولګي، د تدریس او ادارې له پاره مناسبي خوني او د محصلانو د عملي زدهکړو له پاره مجهز کمپیوټر لیب لري. همدارنګه، د برېښنا او انټرنېټ مناسبي اسانتیاوي برابري سوي دي او استادان او اداري کارکوونکي د خپلو علمي او اداري فعالیتونو د ترسره کولو له پاره اړین کمپیوټرونه او نور ټکنالوژیکي وسایل په واک کي لري. د کیفیت لوړوني د معیارونو د پلي کولو په موخه د پوهنځي په کچه (۵) فعاله کمېټې فعالیت کوي او د مسلکي، ژمني او وړ بشري قویې په مټ د پوهنځي علمي او اداري چاري په اغېزمنه توګه پر مخ وړل کېږي.
کمپیوټر لیب
د کمپیوټر ساینس پوهنځی د محصلانو د عملي زده کړو له پاره په عصري کمپیوټرونو سمبال کمپیوټر لیب لري، چي د درسي، عملي تمرینونو، څېړنیزو فعالیتونو او د فراغت پروژو د پلي کولو له پاره ترې ګټه اخیستل کېږي. یاد کمپیوټر لیب محصلانو ته د نظري زده کړو ترڅنګ د عملي مهارتونو د پیاوړتیا مناسب چاپېریال برابروي.
کتابتون
د کمپیوټر ساینس پوهنځي د کتابتون له پاره ټول اړین او اساسي کتابونه اخیستل سوي دي او ډېر ژر به یو مجهز او معیاري کتابتون فعال سي، څو محصلانو او استادانو ته د علمي او درسي سرچینو د لاسرسي زمینه برابره سي.
بریښنایي کتابتون
د محصلانو د علمي زده کړو او څېړنیزو فعالیتونو د اسانتیا په موخه، د کمپیوټر ساینس پوهنځي له لوري داخلي شبکوي برېښنایي کتابتون جوړ او فعال سوی دئ. په دغه برېښنایي کتابتون کي د کمپیوټر ساینس او اړوندو برخو علمي کتابونه، درسي مواد او نوري ګټوري سرچینې ځای پر ځای سوي دي، چي محصلان کولای سي په اسانه توګه ورته لاسرسی ولري او د خپلو زده کړو او څېړنو له پاره ترې استفاده وکړي.
معیاري تدریسي ټولګي
د کمپیوټر ساینس پوهنځی د معیاري تدریس د پیاوړتیا په موخه په عصري ټکنالوژیکي وسایلو سمبال درسي ټولګي لري، چي د تدریس بهیر د نوي ټکنالوژۍ پر مټ لا اغېزمن او معیاري سوی دئ. په دغو ټولګیو کي د تدریس له پاره اړین تخنیکي امکانات برابر سوي، ترڅو استادان وکولای سي محصلانو ته معاصر او عملي زده کړیز چاپېریال برابر کړي.
لنډ مهاله کورس
د کمپیوټر ساینس پوهنځي له لوري د لنډ مهاله کورسونو، لکه د ژبو د زده کړي او د کمپیوټر د اساساتو اړوند، یو شمېر روزنیز پروګرامونه طرحه او وړاندې سوي دي. همدارنګه، پوهنځی هڅه کوي چي په راتلونکي کي د محصلانو، استادانو او د ټولني د اړتیاوو په پام کي نیولو سره د ورته لنډ مهاله او مسلکي کورسونو شمېر او تنوع لا زیاته کړي.
د تېرکال مهمي لاسته راوړني
د کمپیوټر ساینس پوهنځي په ۱۴۰۴ ل.ل کال کي د دوهمي دورې محصلانو ته د فراغت ویاړ ور په برخه کړ او د مسلکي کادرونو د روزني په برخه کي ئې مهم ګام واخیست. همدارنګه، د علمي ظرفیت د لوړولو په موخه دوه تنه استادان د ماسټرۍ لوړو زده کړو برنامو ته معرفي سوي دي. سربېره پر دې، د څلورم ټولګي محصلینو د فراغت پروژو په ترڅ کي داسي عملي او نوښتګر سیسټمونه جوړ کړي دي چي د هیواد په کچه د برېښنایي حکومتولۍ د پراختیا او خدماتو د اغېزمنتیا له پاره د پام وړ رول لوبولی سي.