د شرعیاتو پوهنځی بشپړه پېژندنه
د لوړو زده کړو د پراختیا، د اسلامي علومو د پیاوړتیا، او د اسلامي ټولني د علمي اړتیاوو د پوره کولو په موخه، د ارزګان پوهنتون په چوکاټ کي د شرعیاتو پوهنځی د ایجاد او فعالېدو اړتیا جدي احساس کېده. د همدې اړتیا پر بنسټ، د امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی د (۷۷۶) فرمان ګڼي منظورۍ له مخي د ارزګان پوهنتون د شرعیاتو پوهنځی رسماً منظور او د فعالیت اجازه ورته ورکړل سوه. دغه پوهنځی د اسلامي ارزښتونو د ساتني، د دیني او عصري علومو د یوځای تدریسې او د مسلکي او متعهدو کادرونو د روزني په موخه رامنځته سوی دئ. د شرعیاتو پوهنځی د منظورۍ اساسي موخه د اسلامي شریعت د علومو پراختیا، د دیني او حقوقي برخو لپاره د مسلکي کادرونو روزنه، د ټولني د شرعي او حقوقي ستونزو د حل لپاره علمي ظرفیت رامنځته کول او د اسلامي فکر او علمي څېړنو پیاوړتیا ده. دغه راز د ځوان نسل د اسلامي عقایدو، اخلاقي ارزښتونو او سالمي فکري روزني لپاره هم دا پوهنځی ځانګړی اهمیت لري. د منظورۍ له مخي په شرعیاتو پوهنځي کې د فقه او قانون او تعلیمات اسلامي په نوم دوه اساسي څانګي موجودي دي. د فقه او قانون څانګه د اسلامي فقهي، حقوقو، قضاء او قانوني مطالعاتو په برخه کي محصلین روزي. په دې څانګه کي د اصول الفقه، فقه، مقارن فقه، قانون، جزا، قضاء او افتاء، اسلامي سیاست او حقوقي مطالعاتو مضامین ...تدریسېږي. د دې څانګي اساسي هدف د اسلامي او حقوقي برخو لپاره د داسي متخصصو کادرونو روزنه ده چي وکولای سي د ټولي حقوقي او شرعي ستونزو ته د اسلامي شریعت له مخي مناسب حل لاري وړاندي کړي او په عدلي، قضایي او علمي ادارو کي اغېزمن خدمت ترسره کړي. همدارنګه د تعلیمات اسلامي څانګه د اسلامي تعلیماتو، دعوت، ارشاد، او تربیوي علومو په برخه کي فعالیت کوي. په دې څانګه کي د تفسیر، حدیث، عقیده، دعوت او ارشاد، اسلامي ثقافت، سیرت النبي ﷺ، تربیه اسلامي، او تجوید ... مضامین تدریسېږي. د دې څانګي موخه د اسلامي ثقافت پیاوړتیا، د دعوت او ارشاد لپاره د علمي کادرونو روزنه، د اسلامي اخلاقو ترویج، او د ښوونځیو او تحصیلي بنسټونو لپاره د مسلکي استادانو چمتو کول دي. د شرعیاتو پوهنځی د ارزګان ولایت او شاوخوا سیمو لپاره ځانګړی علمي او ټولنیز ارزښت لري، ځکه دا پوهنځی د اسلامي علومو د پراختیا مهم مرکز ګڼل کېږي او د دیني، حقوقي او ټولنیزو ستونزو د حل لپاره علمي مرجع رامنځته کوي. دغه راز د ځوانانو د سالمي فکري او اخلاقي روزني ترڅنګ د افراط او ناسم فکر د مخنیوي په برخه کي هم مهم رول ادا کوي او د اسلامي نظام د پیاوړتیا لپاره مسلکي او متعهد کادرونه وړاندي کوي. د شرعیاتو پوهنځي اداره هڅه کوي چي په راتلونکي کي علمي کیفیت لا لوړ کړي، د علمي څېړنو او سیمینارونو زمینه پراخه کړي، د نورو پوهنتونونو او علمي بنسټونو سره علمي اړیکې پیاوړې کړي، او د معیاري نصاب او نوې تدریسي طریقو له لاري د محصلینو علمي ظرفیتونه لا پیاوړي کړي. په پایله کې ویلای سو چې د امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی د (۷۷۶) فرمان ګڼې منظورۍ له مخي د ارزګان پوهنتون د شرعیاتو پوهنځي ایجاد د اسلامي او لوړو زده کړو په برخه کي یو مهم او ارزښتناک ګام بلل کېږي. د فقه او قانون او تعلیمات اسلامي څانګو شتون به د اسلامي علومو د پراختیا، د مسلکي کادرونو د روزني او د ټولني د علمي او فکري اړتیاوو د پوره کولو په برخه کې مهم او مثبت رول ولوبوي. الله تعالی دي وکړي چي دغه علمي مرکز د دین، علم او ټولني د خدمت یوه اغېزمنه وسیله وګرځي.
لرليد
شرعياتو پوهنځی به د هېواد او سيمي په کچه پېژندل سوي او مخکښ پوهنځی وی؛ د اسلام مقدس دين په رڼا کي به په کار پوه او دندو ته متعهد او مسؤليت منونکي ، قاضيان، قانون پوهان، خطيبان، داعيان او ديني علماء د هېوادوالو خدمت ته روزي.
رسالت
افغانۍ ټولني ته د اسلامي اصولو، قرآن او نبوي احاديثو په رڼا کي د هېواد د نافذه قوانينو او نړيوالو پرمختګونو په نظر کي نيولو سره د ليسانس په کچه متعهد او مسلکي کادرونه وړاندې کول.
مؤخی
- ټولني ته د تقنين، قضاء ، افتأ، دعوت او ارشاد په برخو کي ژمن متخصصين وړاندي کول.
- د هېواد په کچه د يوې قوی، ديني تحصيلي او تحقيقي مرجع په توګه خدمات ترسره کول.
- د اسلام د ريښتيني حقيقت ، ښيګڼو او ګټو تبليغ او خپراوی.
- د خپلي ټولني سره د ديني مسؤليت له مخي د اسلامي تمدن په ښېرازۍ کي ونډه اخيستل.
د شرعیات پوهنځي څانګي
شرعیات پوهنځی په خپل تشکیل کي درې څانګی لري چي عبارت دي د فقه او قانون، اسلامی تعلمیات او اسلامی ثقافت څخه چي د دې څانګو له جملې څخه لومړی دوې څانګي فارغ ورکوونکي دي او اسلامي ثقافت څانګه په اصل کي د پوهنتون اړوند په اسلامي برخه کي د ټولو پوهنتون شموله مضامینو د تدریس مسؤلیت لري او دا څانګه غیر فارغ ورکوونکې څانګه ده چي د ذکر سوی پوهنځی اړوند څانګي په لاندی برخو کي په مفصل ډول تشریح سوي دي.
لومړی اسلامي تعلیماتو څانګه
د ارزګان پوهنتون د شرعیاتو پوهنځي د تعلیمات اسلامي څانګه د امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی د (۷۷۶) ګڼې منظورۍ له مخي د شرعیاتو پوهنځي په تشکیل کې فعاله او موجوده څانګه ده. دغه څانګه د اسلامي تعلیماتو، دعوت او ارشاد او تربیوي علومو په برخه کي د مسلکي او متعهدو کادرونو د روزني په موخه فعالیت کوي. په دې څانګه کي د تفسیر، حدیث، عقیده، اسلامي ثقافت، سیرت النبی ﷺ او تربیه اسلامي مضامین تدریسېږي. د دې څانګي اساسي موخه د اسلامي ارزښتونو ترویج، د اسلامي فکر پیاوړتیا او د داسي علمي کادرونو روزنه ده چي وکولای سي په ټولنه کي د دعوت، تدریس او ارشاد په برخو کي اغېزمن خدمت ترسره کړي.
لرلید
د اسلامي تعليماتو څانګه به متخصص او متعهد خطيبان، داعيان، ديني عالمان او مسلکي ښوونکي د عصري او نويو پرمختګونو په رڼا کي روزي.
رسالت
د اسلامي اصولو او نافذه قوانينو په رڼا کي د ليسانس په کچه متخصص او متعهد کادرونه روزل، تر څو په هيواد او سيمه کي د اسلام ښېګڼي او برترۍ د تبليغ له لاري خلکو ته ورسوي.
مؤخي
- ټولني ته د هيواد په کچه د يوې ديني مرجع په توګه خدمت ترسره کول.
- دينی مراکزو ته د اسلامي علومو د تدريس، دعوت او ارشاد په برخه کي ژمن او په اسلامي عقيده ولاړ متخصصين وړاندي کړي.
دوهم فقه او قانون څانګه
فقه او قانون څانګه: د فقه او قانون څانګه د ارزګان پوهنتون د شرعیاتو پوهنځي له مهمو علمي څانګو څخه ده چD د امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی د (۷۷۶) ګڼې منظورۍ له مخي منظوره سوې ده. دغه څانګه د اسلامي فقهي، حقوقو او قانوني مطالعاتو په برخه کي محصلینو ته مسلکي زده کړي وړاندي کوي. په دي څانګه کي د فقه، اصول الفقه، مقارن فقه، قانون، قضاء او افتاء او حقوقي مضامین تدریسېږي، د دې څانګي اساسي هدف د داسي علمي او مسلکي کادرونو روزنه ده چي وکولای سي د ټولني حقوقي او شرعي ستونزو ته د اسلامي شریعت په رڼا کي مناسب حل لاري وړاندي کړي او په عدلي، قضایي، او علمي ادارو کي اغېزمن خدمت ترسره کړي.
لرلید
د فقه اوقانون څانګه به په هیوادکي دقضايي اوعدلی نظام دبشپړ تحقق لپاره مسلکي اوژمن قاضیان ، مفتيان، شرعي قانون پوهان اومدافع وکیلان وروزي.
رسالت
د اسلامي اصولو او نافذه قوانينو په رڼا کي د ليسانس په کچه متخصص او متعهد کادرونه وړانډي کول.
موخی
ټولني ته دتقنین، قضاء اوافتاء په برخه کي دیوي قوي دیني مرجع په توګه ژمن مخلص اوسپیڅلي مسلکي کادرونه وړاندي کول
دریم اسلامي ثقافت څانګه
اسلامی ثقافت څانګه چي په کال ۱۳۹۴ هـ ش کي د لوړو زده کړو وزارت د عالی شورا له لوری منظوری سوه یو غیري فارغدهي څانګه ده چي په اصل کي د پوهنتون اړوند د اسلام ثقافت پوهنتون شموله مضامینو د تدریس مسؤلیت لري او په خپل ذکر سوی څانګه د محصلینو جذب او فارغین نلری، نوموړې څانګه په خپل تشکیل کي اته تنه مسلکی استادان لری چي د ارزګان پوهنتون اړوند د ټولو پوهنځيو او څانګو د اسلامی ثقافت د مضامینو د تدریس چاري پر مخ وړی، باید وویل سي چي د ذکر سوي څانګي شتون په ارزاګان پوهنتون کي یوازي د تدریس نه بلکي په ټولو چارو لکه د دعوت ارشاد، کمیټو، فقهي مجالسو او داسي نور پروګرامونو کي خورا رغنده او بارز رول لري.