د ارزګان پوهنتون کارکونکو ته د اور وژني په اړه سمینار ورکول سو.

media_admin
Thu, Sep 10 2026 7:48 AM

 

 

 

 

 

 

 

 

 

د ارزګان پوهنتون کارکونکو ته د اور  وژني په اړه سمینار ورکول سو.

د ارزګان ولایت امنیه قوماندانۍ د اطفائیې آمریت له لوري، د ارزګان پوهنتون ټولو کارکوونکو ته د اور وژني او د اور پېښو د مخنیو ي په اړه د پوهاوي سمینار ورکول سو.

په دغه سمینار کې د اطفائیې آمریت مسلکي کارکونکو د اور د رامنځته کېدو د عواملو، د اور پېښو د مخنیوي لارو چارو، د اور وژني د وسایلو د سني کاروني او د اورلګېدني پر مهال د اړینو او عاجلو اقداماتو په اړه کارکوونکو ته لازم معلومات وړاندي کړل.

همدارنګه د سمینار پر مهال ګډونوالو ته په عملي توګه د اور وژني له وسایلو څخه په مناسبه او خوندي توګه استفاده، د احتمالي اورلګېدني پر مهال د خپل ځانونو، نورو کارکوونکو او د پوهنتون شتمنۍ له زیان څخه ژغورل وښودل سول.

یاد سمینار د پوهنتون کارکوونکو ته په یاده برخه کي د هغوی د پوهاوي لوړولو، د اور پېښو د مخنیوي په برخه کي د چمتووالي زیاتولو او د احتمالي پېښو پر مهال د مناسبو اقداماتو په اړه د لازمي پوهي رامنځته کولو په موخه ورکول سو.

د نشراتو او عامه اړیکو عمومي مدیریت

نېټه: چهار شنبه ۱۴۴۸٫۳٫۲۶ ھ ق = ۱۴۰۵٫۶٫۱۸ ھ ش

Latest news

Thu, Sep 10 2026 7:48 AM
Background image

د ارزګان پوهنتون کارکونکو ته د اور وژني په اړه سمینار ورکول سو.

 

 

 

 

 

 

 

 

د ارزګان پوهنتون کارکونکو ته د اور  وژني په اړه سمینار ورکول سو.

د ارزګان ولایت امنیه قوماندانۍ د اطفائیې آمریت له لوري، د ارزګان پوهنتون ټولو کارکوونکو ته د. . .

Thu, Sep 10 2026 7:48 AM
Background image

د ارزګان پوهنتون کارکونکو ته د اور وژني په اړه سمینار ورکول سو.

 

 

 

 

 

 

 

 

 

د ارزګان پوهنتون کارکونکو ته د اور  وژني په اړه سمینار ورکول سو.

د ارزګان ولایت امنیه قوماندانۍ د اطفائیې آمریت له لوري، د ارزګان پوهنتون ټولو کارکوونکو ته. . .

BACK TO NEWS