د شرعیاتو پوهنځی بشپړه پېژندنه
د لوړو زده کړو د پراختیا، د اسلامي علومو د پیاوړتیا، او د اسلامي ټولني د علمي اړتیاوو د پوره کولو په موخه، د ارزګان پوهنتون په چوکاټ کي د شرعیاتو پوهنځي د ایجاد او فعالېدو اړتیا جدي احساس کېده. د همدې اړتیا پر بنسټ، د امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی د (۷۷۶) فرمان ګڼې منظورۍ له مخي د ارزګان پوهنتون د شرعیاتو پوهنځی رسماً منظور او د فعالیت اجازه ورته ورکړل سوه. دغه پوهنځی د اسلامي ارزښتونو د ساتني، د دیني او عصري علومو د یوځای تدریس او د مسلکي او متعهدو کادرونو د روزني په موخه رامنځته سوی دئ. د شرعیاتو پوهنځي د منظورۍ اساسي موخه د اسلامي شریعت د علومو پراختیا، د دیني او حقوقي برخو له پاره د مسلکي کادرونو روزنه، د ټولني د شرعي او حقوقي ستونزو د حل له پاره علمي ظرفیت رامنځته کول او د اسلامي فکر او علمي څېړنو پیاوړتیا ده. دغه راز د ځوان نسل د اسلامي عقایدو، اخلاقي ارزښتونو او سالمي فکري روزني له پاره هم دا پوهنځی ځانګړی اهمیت لري. د منظورۍ له مخي په شرعیاتو پوهنځي کي د فقه او قانون او تعلیمات اسلامي په نوم دوه اساسي څانګي موجودي دي. د فقه او قانون څانګه د اسلامي فقهي، حقوقو، قضاء او قانوني مطالعاتو په برخه کي محصلین روزي. په دې څانګه کي د اصول الفقه، فقه، مقارن فقه، قانون، جزا، قضاء او افتاء، اسلامي سیاست او حقوقي مطالعاتو مضامین تدریسېږي. د دې څانګي اساسي هدف د اسلامي او حقوقي برخو له پاره د داسي متخصصو کادرونو روزنه ده چي وکولای سي د ټولني حقوقي او شرعي ستونزو ته د اسلامي شریعت له مخي مناسب حل لاري وړاندي کړي او په عدلي، قضایي او علمي ادارو کي اغېزمن خدمت ترسره کړي. همدارنګه د اسلامي تعلیماتو څانګه د اسلامي تعلیماتو، دعوت، ارشاد او تربیوي علومو په برخه کي فعالیت کوي. په دې څانګه کي د تفسیر، حدیث، عقیده، دعوت او ارشاد، اسلامي ثقافت، سیرت النبی ﷺ، تربیه اسلامي او تجوید مضامین تدریسېږي. د دې څانګي موخه د اسلامي ثقافت پیاوړتیا، د دعوت او ارشاد له پاره د علمي کادرونو روزنه، د اسلامي اخلاقو ترویج او د ښوونځیو او تحصیلي بنسټونو له پاره د مسلکي استادانو چمتو کول دي. د شرعیاتو پوهنځی د ارزګان ولایت او شاوخوا سیمو له پاره ځانګړی علمي او ټولنيز ارزښت لري، ځکه دا پوهنځی د اسلامي علومو د پراختیا مهم مرکز ګڼل کېږي او د دیني، حقوقي او ټولنيزو ستونزو د حل له پاره علمي مرجع رامنځته کوي. دغه راز د ځوانانو د سالمي فکري او اخلاقي روزني ترڅنګ د افراط او ناسم فکر د مخنیوي په برخه کي هم مهم رول ادا کوي او د اسلامي نظام د پیاوړتیا له پاره مسلکي او متعهد کادرونه وړاندي کوي. د شرعیاتو پوهنځي ریاست هڅه کوي چي په راتلونکي کي علمي کيفیت لا لوړ کړي، د علمي څېړنو او سیمینارونو زمینه پراخه کړي، د نورو پوهنتونونو او علمي بنسټونو سره علمي اړیکي پیاوړې کړي او د معیاري نصاب او نوي تدریسي طریقو له لاري د محصلینو علمي ظرفیتونه لا پیاوړي کړي.