د پوهنتون د رئیس د دندو لایحه

ارزګان پوهنتون رئيس د دندو لايحه

د دندې موخي: په هيواد کي د تحصیلي سويې لوړو لو په موخه د پوهنتون له پاره د تحقیقاتي، علمي او فرهنګي طرحو او پاليسیو جوړول.

.....................................................................................................................................................................................................

د دندو تشریح:

 

۱ د لوړو زده کړو په ټولو چارو کي د پوهنتون استازیتوب.

۲ د پوهنتون د علمي شورا د غونډو مشري او د هغو د پرېکړو تطبیق او څارنه.

۳ د پوهنتون د معاونیتونو، پوهنځیو او اړوندو نورو برخو د چارو څارنه.

۴ په پوهنتون کي د ټولنیزو او رفاهي خدمتونو د وړاندي کولو څارنه.

۵ د پوهنتون د مالي او حسابي چارو، شتمنیو او ملکیتونو مدیریت.

۶ د نظم او انضباط تأمین ، د زده کړو او کار له پاره د مناسب چاپيریال برابرول.

۷ د تحصیلي، روزنیز، څېړنیز او علمي وضعیت د ښه کولو له پاره د اړینو پروګرامونو پراختیا او اسانتیا برابرول.

۸ د علمي څېړنو په ترسره کولو، انتشاراتو، د دا خلي او نړیوالو کنفرانسونو او روزنیزو کورسونو په جوړولو، د تحصیلي برنامو په تأسیس او د نورو اړونده عایداتي پروګرامونو په رامنځ ته کولو د پوهنتون د عوایدو او شتمنیو د لوړولو او پراخیتا په موخه د اړینو تدابیرو نیول.

۹ د داخلي او نړیوالو پوهنتونونو سره علمي اړیکي جوړول او پیاوړي کول.

۱۰ د داخلي او نړیوالو اشخاصو او نهادونو څخه د مالي او تخنیکي مرستو جذبول.

۱۱ د اصولو سره سم د داخلي او نړیوالو پوهنتونونو سره د تفاهم لیکونو لاسلیک کول.

۱۲ په کور دننه او بهر کي په رسمي او کاري سفرونو کي د پوهنتون استازیتوب کول.

۱۳ د پوهنتون د خدماتو د وضعیت ښه کولو او ساتني له پاره اړین تدابیر نیول.

۱۴ د علمي کادر غړو او ملکي خدمتونو کارکوونکو له پاره د مکافاتو او مجازاتو په اړه اړین اجراأت ترسره کول.

۱۵ د لنډ مهالو، منځ مهالو او اوږد مهالو پراختیايي پلانونو ترتیبول.

۱۶ د پوهنتون علمي شورا او د لوړو زده کړو وزارت مقام ته د پوهنتون د فعالیتونو راپور وړاندي کول.

۱۷ په پوهنتون کي د اصولو او عدالت د تطبیق او رعایت څارنه کول.

۱۸ د پوهنتون د علمي کادر غړو د هوسایني، روغتیا او اکاډمیکو اړتیاوو د پوره کولو له پاره د هر اړخیزو برنامو جوړول.

۱۹ د اعتبار ورکولو سند د تر لاسه کولو او ساتلو په موخه اړیني کړني ترسره کول.

۲۰ د اړونده مسئولینو له خوا سپارل سوو نورو هغه فعالیتونو او دندو ترسره کول، چي د لوړو زده کړو په اصولو کي ئې وړاندوینه سوې وي.